انصار: (چنګاښ ۲۱ مه)، د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مرکزي شورا غړی او نوموتی شاعر ګیله من وزیر د اسلام اباد په یو روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړه.
د یاد غورځنګ مشر منظور پشتین د جولای پر ۱۱مه شپې شاوخوا یوه بجه د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (پېمز) روغتون مخې ته د پي ټي اېم غړو او پلویانو ته په وینا کې د وزیر مړینه تایید کړه.
ګیله من وزیرد جولای پر اوومه په اسلام اباد کې په یوه حمله کې تر ژوبلېدو وروسته په پېمز روغتون کې بستر وو.
منظور پشتین وايي چې وزیر د جولای پر اوومه په هغه ښار کې د ازاد خان دواړ په نامه يو تن او له هغه سره ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو په لرګیو او چړو پر سر وهلی وو.
داوړ په شمالي وزیرستان کې يو ځايي سیاستوال او په اسلام اباد کې د جایداد کاروبار لري. ویل کیږي چې ګیله من وزیر په هغه لیست کې شامل وو چې د پاکستان د پوځي ادارو له خوا یې بهر ته په سفر بندیز لګېدلی دی.
د ګيله من وزیر اصلي نوم حضرت نعيم وو. هغه د شمالي وزیرستان د رزمک اوسېدونکی وو. نوموړی د بشري حقونو لپاره د فعالیت او له پښتنو سره د مینې او ملتپالې شاعرۍ لپاره ډېر مشهور و.
هغه په خپلو شعرونو کې د لادرکو خلکو پر مسئله هم غږېدلی او د پاکستان پر امنيتي مسایلو یې هم نیوکې کولې.
وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر منظور احمد پشتین له نېږدې ملګرو او د هغه د مرکزي شورا غړی وو.
وزیر په ۲۰۲۳ز کال کې پر پوځ د نیوکو او د خلکو د پارونې تورونو پر اساس نیول شوی وو. هغه د ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې تر شاوخوا اته میاشتې زندان تېرولو وروسته خوشې شو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32451